Добавить новость

په بغلان کې د موټرو ټکر ګڼ کسان ټپيان کړي

د بغلان په دوشي ولسوالي کې د یوه مسافر وړونکي سرویس او بل موټر د ټکر له امله څلرویشت کسان ټپیان شوې دي. دا ټکر تیره شپه د دوشي ولسوالي د سنګ سلاخ مکتب په سیمه کې وشو. د بغلان د پولیسو قومانداني په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ۵۸۰ بس له پلخمري څخه کابل ته روان و چې له یوې لارۍ سره ټکر شو. ټپیان، چې نارینه، ښځې او ماشومان پکې شامل دي، د دوشي ولسوالۍ امبولانسونو او ځینو شخصي موټرو لخوا د بغلان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي. د یو شمیر کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта