صاحبزاده هارون رشید: پوځ او وسلوالو د دایمي امن لپاره باجوړ جرګې ته واک ور نه کړ
د باجوړ جرګې مشر صاحبزاده هارون رشید وايي، د روانې میاشت په پیل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، امنیتي ځواکونو او حکومت ترمینځ جرګې په موقتي ډول کامیابي ترلاسه کړه او په نتیجه کې یې د لنډمهالي اوربند پر وخت له لوی ماموندو زرګونه کورنۍ خوندي ځایونو ته ولاړلې، خو پوځ او وسلوالو د دایمي سولې لپاره جرګې ته واک ور نه کړ. نوموړي د اګست پر ۲۱مه په یوه ځانګړې مرکه کې مشال راډیو ته وویل، کله چې د باجوړ جرګې غړي ټي ټي پي ته ورغلل نو هغوی د سولې لپاره په قبایلي ضلعو کې د شریعت د نفاذ غوښتنه کوله. رشید...