ایران نن سهار یو کس په عام محضر کې اعدام کړ
ایران نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) یو کس په عام محضر کې اعدام کړ.
د ایران قضایه قوې پورې اړوند میزان خبري اژانس ویلي چې اعدام شوی کس " د دریو کسانو د وژنې عامل و" چې په ګلستان ولایت کې د پیښ شوي جرم په ځاې کې په دار وځړول شو.
د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په روانه اونۍ کې دویم علني اعدام دی چې په ایران کې ترسره کیږي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، دا د روان میلادي کال له پيله دا ۷م علني اعدام دی چې ایران کې ترسره کیږي.
دغه سازمان دا ډول اعدامونه نړیوالو بشري قوانینو ته بې اعتنایي بللې...