د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د "اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار" کړی دی
د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په "سياسي، اقتصادي او ټرانزېټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينگار" کړی دی.د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي، د اګست پر ۲۰مه یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي او د پاکستان د وزیراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډارسره خبرې وکړې.
د روان کال په مې کې د پاکستان او چین استازو په کابل کې د طالبانو له حکومتي چارواکو سره لیدلي ول او ویلي یې...