په هرات کې پر مرګونې ترافیکي پېښه غبرګونونه
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په هرات کې تر یوې مرګونې ترافیکي پیښې وروسته د قربانیانو کورنیو او ژوندیو پاتې شویو کسانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
پلاوي د چهارشنبې په ورځ پر ایکس ټولنیزه شبکه په یوه پیغام کې لیکلي:
"په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په هرات کې د هغې غمجنې ترافیکي پیښې په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، چې د ۱۹ کوچنیانو په ګډون ۷۹ کسان پکې ووژل شول."
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو چارواکو او عیني شاهدانو ویلي چې دا پیښه د سې شنبې په شپه هغه مهال...