په هرات کې په ټرافیکي پېښه کې د وژل شویو شمېر ۷۶ ته لوړ شوی دی
د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، په غربي ولایت هرات کې د یو مساپر لېږدوونکي او لارۍ ترمینځ په ټکر کې د وژل شویو شمېر ۷۶ ته رسېدلی دی.د طالبانو اطلاعاتي او فرهنګي چارو مشر احمد الله متقي رسنیو ته ویلي دي چې په وژل شویو کې ښځې او لږ تر لږه ۱۷ ماشومان هم شامل دي.
نوموړی وايي، د اګست پر ۱۹مه ناوخته له ایرانه د ستنو شویو کډوالو بس له اسلام کلا سره نېږدې په ګذره ولسوالۍ کې له لارۍ سره وجنګېد او اور یې واخیست.
د طالبانو پولیسو ویلي دي چې هلته یو موټرسایکل هم د کډوالو له بس سره وجنګېد.
متقي زیاته کړې چې د...