د شمالي وزیرستان شوې تحصیل مشرانو د امن لپاره جرګه وکړه
د شمالي وزیرستان شوې تحصیل مشرانو د پاکستان پر پوځ او وسلوالو غږ کړی دی چې د هغوی په سیمه کې دې جګړه ودروي. دوی د اګست پر ۱۵مه په شوه کې د جرګې پر مهال وویل، د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې ولس د سر او مال زیانونه وینی. دوی وویل د پوځ له مشرانو سره یې هم کتلي دي او ورته یې خپل مشکل بیان کړی دی. دوی دا هم وویل چې که پوځ یې په سیمه کې عملیات ونه درول نو د ګیسو کمپنۍ به وتړي. د شمالي وزیرستان په سپین وام، شوه، میرامشا او رزمک سیمو کې د ماړي پټرولیم کمپنۍ له تېرو څو کلونو راهیسې فعاله ده. په شمالي...