په ګردیز کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د خصوصي سکټور په نووښت د ((تور الماس)) په نوم د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شوی.
د دې نندارتون په اتیاوو بیلابیلو غرفو کې د سلو کورنیو فابریکو او کارخونو تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.