یو اېن اېچ سي ار: اسلام اباد دې افغانانو ته په خپله خوښه د ستنېدو لپاره وخت ورکړي
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدی وايي تمه یې لرله چې پاکستان به هلته د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو د اوسېدو موده وغځوي خو داسې یې و نه کړل. د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته ورسېده. اپرېدي د اګست پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د اسلام اباد په ټاکلې موده کې مېلیونونه افغانان خپل وطن ته نه شي ستنېدای. نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د پاکستان حکومت د اګست په لومړۍ اونۍ کې...