د بلوچستان حکومت شپې مهال د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی
د بلوچستان حکومت په صوبه کې شپې مهال د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.صوبايي حکومت د اګست پر ۱۲مه په بیان کې ویلي، دا پرېکړه د ټرانسپورټي چارو صوبايي سېکرټر حیات کاکړ په مشرۍ په غونډه کې شوې چې موخه یې د ولسي وګړو خوندیتوب دی.
حکومت تر غونډې وروسته په بیان کې ټرانسپورټرانو ته امر کړی دی چې د مازیګر له پینځو څخه دې د سهار تر پینځو پورې مساپر نه لېږدوي.
حکومت د ګاډو ډرېورانو ته خبرداری ورکړی دی چې که د بندیز سرغړونه یې وکړه نو پرضد به یې قانوني اقدام کوي.
چارواکو دا نه دي ویلي چې دا بندیز به تر کومې مودې پورې وي.