Добавить новость

روسیه: د اوکراین د جګړې په اړه مو دریځ نه دی بدل شوی

روسیې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د دوی دریځ د تیر کال راهیسې بدل شوی نه دی ځکه چې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل شرایط ټاکلي وه او هغه دا چې د اوکراین له مهمو سیمو څخه د کیېف د ځواکونو بشپړه وتل او د ناټو د برخه جوړېدو له غوښتنې لاس اخیستل. پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جمعې په ورځ په الاسکا کې سره وویني، چې د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړي. دا د ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکا او روسیې لومړۍ سرمشریزه ده. ټرمپ ویلي، د دې لپاره چې دا کار ترسره شي، دواړې خواوې به د دوی په واک کې ځینې مځکې سره تبادله کوي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта