نسیم راډيو په دایکندي او بامیان کې خپل فعالیت بندوي
د طالبانو د حکومت د استخباراتو له لوري په دایکندي کې د نسیم راډيو د مسول او دوه خبریالانو له نیول کېدو پنځه ورځې وروسته اوس دغه راډيو له ۱۳ کلن فعالیت وروسته په دایکندي او بامیانو کې د خپلو خپرونو د بندېدو اعلان کړی دی.
دغه راډیو دوشنبه د اګست په ۱۱ مه په خپله فیسبوک پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې ځیني وختونه د غږ د زغملو نه وي.
په اعلامیه کې هیله ښودل شوې چې ، که شرایط برابر شي، ښایي دا راډیو بیا خپلې خپرونې پیل کړي.
د روانې اګسټ په ۵ مه د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړو چې، د طالبانو...