ملګري ملتونه: طالبانو په تیرې څلور کلنې دورې کې تر ۱۰۰ ډیر فرمانونه د ښځو پرضد صادر کړي
ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو له واکمنۍ څخه څلور کاله وروسته، د افغان ښځو روغتیایي وضعیت خراب شوی دی.
ملګرو ملتونو په خپله ویب پاڼه کې په یوه پوسټ کې دا هم ویلي چې طالبانو په دې موده کې د ښځو ضد شاوخوا سل فرمانونه صادر کړي ، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره یې "ویجاړونکې" پایلې درلودې.
د ملګرو ملتونو په وینا، له اته اویا سلنې څخه زیاتې افغان ښځې نه تعلیم لري او نه هم کار ته لاسرسی لري.
نژدې څلور کاله مخکې چې د اګست په پنځلسمه طالبانو کابل ونیو، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو زده کړې منع کړې، بیا...