د نسیم راډیو خپرونې بندې شوې
نسیم راډیو اعلان وکړ چې له ۱۳ کلونو وروسته به په دایکندي او بامیان ولایتونو کې خپل فعالیت ودروي.
دې رسنۍ په خپله فیسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي، ځیني وختونه د غږ د زغملو نه وي.
په دې بیان کې هیله څرګنده شوې ده، که شرایط برابر شي، ښایي دا راډیو بیا خپلې خپرونې پیل کړي.
تیره چهارشنبه، د طالبانو استخباراتو په دایکندي کې د نسیم راډیو رییس او دوه خبریالان ونیول او د راډیو ځینې تجهیزات یې ضبط کړل.
د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز په وینا، د نسیم راډیو کارمندان د داعش او د وسله والو طالبانو د مخالفینو...