Добавить новость

کراچۍ کې لږکیو د خپلو حقونو باوري کولو لپاره لاریون کړی دی

په پاکستان کې هر کال د اګست ۱۱مه د لږکیو د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي چې په مناسبت یې په بېلابېلو ښارونو کې غونډې کېږي. د اګست پر ۱۰مه په کراچۍ کې د لږکیو د حقونو د خوندیتوب لپاره لاریون وشو چې پکې ګڼو مسیحیانو (عیسویانو)، هندوانو او د بشري حقونو فعالانو ګډون وکړ. د لاریون ګډونوالو وویل، په پاکستان کې اقلیتونه له بېلابېلو اساسي حقونو بې برخې دي، پر مخ یې د تعلیم دروازې تړل کېږي او د ځینو دندو په ترلاسه کولو کې هم له لویو ستونزو سره مخامخ دي. دوی تور پورې کړ چې په سیند کې لا هم په زور د هندوو نجونو مذهب بدلېږي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта