د طالبانو حکومت د یوناما د وروستي راپور په خاطر د دې استازولۍ چارواکي احضار کړي دي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له ایران او پاکستانه د ستنو شویو کډوالو د توقیف او شکنجې په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د بشري حقونو د دفتر راپور ته غبرګون ښودلی او د یوناما د اړوندې څانګې مسؤلین یې احضار کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي د یوناما د اړوند څانګې مسؤلینو ته په صراحت ویل شوي چې د راپور ورکولو په اوسني طریقې جدي بیا کتنه وکړي او د مسلکي نمیګړتیاوو د تصحیح په هدف عملي ګامونه واخلي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې چې پرون د اګسټ په ۱۰مه یې خپره کړې خبرداری...