په ایران او پاکستان کې افغان محصلینې: اندېښمنې یو چې هیواد ته د ستنېدو په صورت کې به بې برخلیکه شو
د ایران په تهران ښار کې په یو دولتي پوهنتون کې د مدیریت او ادارې څانګې د ماسټرۍ یوه افغانه محصله ده چې وایي فراغت ته یې یوازې څو ورځې پاتې دي، خو اړه ده چې بېرته افغانستان ته ستنه شي.
دې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې ایران کې د زده کړو له ختمېدو وروسته یې د تحصیلي استوګنې موده هم پای ته رسېږي او په خبره یې افغانستان ته په ستنېدو به یې ټولې هیلې مړاوې او زحمتونه به یې په اوبو لاهو شي: "موږ ټولو نجونو محصلینو سره دا اندېښنه ده چې له فراغت وروسته...