د طالبانو او یوناما نانندرۍ، د بهرنیو چارو وزارت د ( مناسب اقدام) خبرداری ورکړی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) ته خبرداری ورکړی چې د دوی په ټکو " بې بنسټه راپورونو" په تړاو به یې " مناسب اقدام" وکړي.
دوی پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې د یوناما د بشري حقونو څانګې د هغه راپور په غبرګون کې کړي چې له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو پر وضعیت څرخېده.
یوناما د زمري میاشتې په لومړیو کې په یوه راپور کې وویل، هغه کډوال چې په زوره له ایران او پاکستانه افغانستان ته ایستل کېږي، د طالبانو له خوا له شکنجې، ناوړه چلند، بې دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.