Добавить новость

 په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی

په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی دی. د دې هېواد د فدرالي احصايې ادارې د راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د جرمني په هوټلونو او لویو استوګنځایونو کې له ۲۲۳میلیونو څخه ډير کسان د شپې پاتې د کیدو لپاره ثبت شوي دي. دغه شمیر د تیرکال پرتله یو سلنه لوړوالی ښيۍ. که څه هم په جولای میاشت کې جرمني ته د ورتلونکو کسانو شمیر د اروپا ملتونو د جام سیالیو له کبله نژدې دیارلس سلنه راکم شوی وو، خو بیا هم په لویو استوګنځایونو کې د تیرکال پرتله د بهرني سیلانیانو شمیر نژدې څلور سلنه زیات شوی دی.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта