ایران؛ که اړتیا وي له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه غیرمستقیمو خبرو اترو ته دوام ورکوو
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، که اړتیا وي له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه غیرمستقمیو خبرو اترو ته دوام ورکوي.
هغه پرون دوشنبې خبریالانو ته وویل، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې فني پلاوی په تهران کې دی او له دوی سره به خبرې اترې ستونزې او پیچلي وي.
د بقايي په ټکو، د دې احتمال شته چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له دغه پلاوی سره وګوري.
بقايي د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ورځینۍ جګړې پرمهال د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې پر دریځ نیوکه وکړه او وویل، د ایران اټومي بټۍ په تیرو کلونو...