Добавить новость

مستونګ کې له کوټې څخه پېښور ته پر تلونکي اورګاډي چاودنه شوې ده

د بلوچستان په مستونګ کې له کوټې څخه د لاهور او راولپېنډۍ پر لاره پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په خبره، چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.یو پولیس تاڼېدار اختر بنګلزي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د اګست ۱۰مې پر سهار له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۳۰ کېلومیټره لیرې سوېل ختیځ لوري ته له پروت سپېزنډ تمځي سره نېږدې شوې چې له کبله یې د اورګاډي انجن او شپږ ډبې (بوګۍ) له پټلۍ ښکته شوې. دی وايي، د پټلۍ خرابېدو له وجې له کوټې څخه د پاکستان نورو برخو ته د مساپر لېږدوونکو اورګاډو تګ راتګ ځنډېدلی دی.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта