د رسنیو د ملاتړ سازمان: په درېیمو هیوادونو کې افغان خبریالان په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي
په داسې حال کې چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د پاکستان او ایران په ګډون په درېیمو هیوادونو کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوني یو شمېر دغه خبریالان وايي د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ اوس مهال د جبري اخراج له خطر سره هم مخ دي.
په پاکستان مې میشته یوه افغانه خبریاله زهرا وايي د دغه هیواد له لوري د ویزو د تمدید د پروسې د بندیدو ترڅنګ پولیس دوی نیسي او ډیپورت کوي یې:
نوموړې وویل:" زه خپله یو ځل د پولیسو له لوري ونیول شوم، اوس هم چې هغه وضعیت او د خپلو اولادنونو ژړاوې چې رایادوم راته ډېره سخته...