لسګونه زره اسراییلیانو د غزې د جګړې له پراخولو سره مخالفت وښود
لسګونه زره اسراییلیانو په تل ابیب کې د غزې د جګړې د پراخوالي په ضد مظاهره وکړه.
د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي، دغه کسان پرون شنبه ( د زمري ۱۸مه) وروسته تر هغه سړکونو ته راووتل چې د اسراییل دولت په غزه کې د جګړې د پراخولو طرحه وړاندې کړه.
مظاهره د هغې ټولنې له خوا جوړه شوې وه چې غړي یې غزه کې د برمته شویو اسراییلیانو خپل خپلوان دي.
دوی وایي چې د غزې د جګړې پراخول به هلته پاته برمته شوي اسراییلیان هم له خطر سره مخامخ کړي.
د اسراییل د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو کابینې د جمعې په ورځ د عملیاتو د...