محمد رشید خان: پاکستان کې "غیر جمهوري قوتونه" ولسواکي پیاوړې کېدو ته نه پرېږدي
په پاکستان کې د خلکو په رایو جوړ شوي حکومتونه اکثر خپله اییني موده نه پوره کوي او په څه نا څه وجه ماتېږي. په ۱۹۸۸ز کال کې د الوتکې په پېښه کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال ضیاالحق تر مړینې وروسته په پاکستان کې ټولټاکنې وشوې چې پیپلز ګوند وګټلې او بېنظیر بوټو وزیراعظمه شوه. د جمهوریت پلویان هیله من ول چې له دې سره به په پاکستان کې ولسواکي پیاوړې شي، خو پخواني ولسمشر غلام اسحاق خان د بوټو حکومت ړنګ کړ او په ۱۹۹۰ز کال کې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د نواز شریف حکومت جوړ شو. تر هغې وروسته یا منتخب حکومتونه ړنګ...