افغان لارۍ چلوونکي د پاکستان د ویزو له ستونزو سر ټکوي، پر دوی تازه ویزه جبري شوې
یو شمیر افغان موټر چلوونکي او د دوی مرستیالان ( کلینران ) وايي، د پاکستان د ویزو په اخیستلو کې ستونزو سره مخ دي.
دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ، چې دا چاره ورته سخته ده او باید د تیر په څیر ورته د ټاډ سند پر بنسټ د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.