هیواد ته بیرته ستانه شوي افغانان له سخت اقتصادي وضعیته کړیږي
یو شمېر هغه کورنۍ چې په وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستنې شوي وايي لا هم له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي. دوی وايي په جبري او یا هم د کوربه هیوادونو د فشار له امله اړ شوې چې بېرته افغانستان ته ستانه شي. افغانستان ته په وروستیو کې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر تېز شوې او دې پروسې ډېری کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
باز محمد چې د څلورو اولادونو پلار دی نږدې دوه میاشتې کیږي چې له ایرانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه چې د فاریاب په مرکز میمنه کې ژوند کوي وايي تر اوسه...