په کابل کې د کثافت دانیو نصب او د ښاریانو غبرګون
داسې مهال چې کابل ښاریانو مخکې په وار وار د کافي کثافت دانیو د نه شتون له امله له ښاري ککړتیا شکایتونه کړي دي، د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالې وايي، دې ستونزې ته د رسېدنې په هدف به په بېلابیلو ناحیو کې ۵۰۳۸ نوې کثافت دانۍ کېږدي.
د دغې ښاروالۍ د کلتوري چارو سلاکار نعمت الله بارکزي د سه شنبې په ورځ( د زمري په ۱۴ مه ) ازادي راډیو ته وویل، دا چاره پیل شوې او تر اوسه په څو ناحیو کې د ۳۴ میلیونه او ۶ لکه افغانیو په ارزښت یو نیم زر کثافت دانۍ نصب شوې دي:
"کابل ښاروالې په ښار کې د نیم متر...