پاکستاني چارواکو د (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو موده ۲۵ ورځې وغځوله
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو این ایچ سي ار) د پاکستان حکومت له خوا د (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې مهلت غزولو هرکلی کړی دی، خو له اسلامباد یې غوښتي د هغو کسانو له جبري ایستلو ډډه وکړي، چې لا هم ملاتړ ته اړ دي.
(یو این ایچ سي ار) د چهارشنبې په ورځ (د اګست په شپږمه) په یوه اعلامیه کې ویلي دې ته پام چې د دغه کارت درلودونکي افغانان له کلونو راهیسې په پاکستان کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، جبري ایستل یې له نړیوال اصولو سرغړونه بلل کېږي.
اعلامیه زیاتوي پاکستان...