Добавить новость

د عینک مسو له کان څخه ۱۴۳۰ لرغوني اثار ولیږدیدل

د عینک مسو د کان له سیمې ترلاسه شوي یو زر څلور سوه دیرش لرغونې اثار به تر ارزونې وروسته ملي موزیم ته وسپارل شي. د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دا اثار به د لرغون پیژندونکو له لورې پاک شي، ترمیم به شي او تر ثبت او تسجیل وروسته به ملي موزیم ته انتقال شي. دغه وزارت زیاتوي چې په دې اثارو کې له خټو، ډبرو، فلزاتو، شیشې، هډوکو او لرګیو جوړ شوي توکي دي چې د کوشاني او ساساني دورو مسي سیکې، کتیبې، جامونه، پیالې ، څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، د هډوکو مرۍ، او یوشمیر نور وسایل شامل دي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта