Добавить новость

په روسیه کې له پنځه پیړیو وروسته اورشیندی یا اتشفشان بیا فعاله شوی

د روسیې په لیرې خیتځ کامچاتکا کې د وروستۍ زلزلې له کبله له پنځو پیړیو وروسته اورشیندی یا اتشفشان فعاله شوی دی. په روسیه کې د اورشیندي پېژندنې نړیوال پروګرام وايي، دغه اورشیندی د وروستي ځل لپاره په ۱۵۵۰ کال کې په دې سیمه کې رامنځته شوې وه. د کامچاتکا د بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي، له کراشنینکوف اورشیندی پورته شوي چې د ایرو لوخړه يې ۶کیلو مټره لوړه ده چې خیتځ ته د ارام سمندر پر لور روانه ده. روسي کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې د چهارشنبې د ورځې له ۸ اعشاریه ۸ درجې زلزلې وروسته ښايي په سیمه کې د څو اونیو لپاره له زلزلې وروسته ټکانونه پېښ شي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта