پر روسیې د اوکراین بریدونو درې تنه وژلي، د سمارا هوایي ډګر فعالیت هم ځنډیدلی
پر روسیې د اوکراین د تیرې شپې هوایي بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، اوکراین د کریمیا ټاپوزمې په ګډون د روسیې پر اتو سیمو باندې ۱۱۲ بې پيلوټه الوتکې توغولي دي.
دفاع وزارت ویلي، د هوایي دفاع سیستم یې دا الوتکې نسکورې یا ویجاړې کړي دي.
په روستوف، پینزا او سمارا سیمو کې دغو بریدونو درې تنه وژلي، یوشمیر یې ټپيان کړي او ځینو سیمو کې اور هم لګېدلی دی.
نن سهار مهال د سمارا هوایي ډګر فعالیت هم په موقتي ډول وځنډول شو.