د افغانستان د مدني ټولنو ایتلاف د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره ولسي محکمه جوړه کړې ده
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلورمې کلیزې په درشل او په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت لخوا په دغه هیواد کې پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو په پراخېدو، د افغانستان د مدني ټولنو یو ایتلاف د «افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې» د جوړېدو خبره کوي.
دا محکمه د بشري حقونو د سازمانونو «رواداري»، «د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان»، «د سیاستونو د مطالعاتو او پراختیا سازمان" او "د بشري حقونو مدافعینو" په همکارۍ جوړېږي.
د دغو سازمانونو ايتلاف د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۳۱مه په يوه خبرپاڼه...