د طالبانو حکومت: پاکستان ۱۶۴ افغان بندیان هېواد ته ستانه کړي دي
د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان چارواکو ۱۶۴ افغان بندیان خوشې کړي او هېواد ته لېږدولي دي.په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر د جولای پر ۳۰مه کورنیو رسنیو ته ویلي، هغه افغانان په "پنجاب او اسلام اباد کې تر نیول او زنداني کېدو وروسته" طالبانو ته سپارل شوي دي.
دی وايي، هغو کسانو له دوو څخه تر نهو ورځو پورې د بند موده تېره کړې.
ګوهر زیاتوي چې خوشې شوي کسان د ننګرهار، لغمان، بامیانو، کونړ، کندهار، غزني، بدخشان، کابل، خوست او پکتیا اوسېدنکي ول چې خپلو سیمو ته یې لېږدولي دي....