Добавить новость

د لبنان ولسمشر له حزب الله وغوښتل چې خپلې وسلې پر مځکه کښېږدي

یوه ورځ وروسته له هغه چې د لبنان حزب‌الله عمومي منشي ټینګار وکړ چې دا ډله به خپلې وسلې پر مځکه کښېنږدي، د لبنان ولسمشر اعلان وکړ چې هېواد یې پریکړه کړې څو حزب‌الله او نور سیاسي او ملېشه ډلې بې‌وسلې کړي. د لبنان د رسنیو د راپور له مخې، جوزف عون نن (د پنجشنبې) په بیروت کې وویل چې وسلې باید یوازې د لبنان د دولت په واک کې وي، څو وکولای شي خپل حاکمیت په ټوله خاوره کې پلی کړي. جنرال عون، چې تر یوې مودې مخکې د لبنان د پوځ قوماندان و، زیاته کړه چې ټولې هغه وسلې چې له دولته دباندې د حزب الله په شان د وسله‌والو ډلو په لاس کې دي، باید راټولې شي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта