د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان؛ د طالبانو له خوا د خبریالانو نیول او پر رسنیو محدودیتونه د بیان ازادۍ ته لوی ګواښ دی
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د خبریالانو او رسنیزو فعالانو وروستۍ نیونې، ورته ګواښونه او پرې د محدودیتونو لګول، په دې هیواد کې د رسنیو د خپلواکو فعالیتونو وړاندې جدي خنډونه رامنخته کړي دي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۳۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خواشینونکې کړنې ترسره شوي دي.
اعلامیه وايي رسنیز فعالان نوید احمد اصغري او مشتاق احمد حلیمي د بهرنيو سریالونو د ژباړې او ډوبلې...