نن د جولای ۳۰مه د انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده
نن د جولای ۳۰مه، انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.
دا ورځ په ټوله نړۍ کې د دې پدیدې د قربانیانو په اړه د پوهاوي د لوړولو او د دوی له حقونو د ملاتړ لپاره نمانځل کیږي داسې مهال چې ویل کیږي د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې انساني قاچاق ته پراخه زمینه برابره ده.
د انساني قاچاق یو شمیر افغان قربانیان وايي، د امنیتي ستونزو او بې کارۍ له امله، اړ شول چې په سختو لارو قاچاقي مزلې وکړي او خپل برخلیک او ژوند د قاچاق کوونکو په لاس کې ورکړي.
وايي د تېر جمهوري نظام پر...