Добавить новость

له ننګرهاره تښتول شوی ډاکتر خوست کې ازاد شوی دی

د طالبانو د حکومت کارکوونکو د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ډاکتر غورځنګ احمد یوسفزی د خوست په ببرک تاڼې سیمه کې له تښتوونکو خلاص کړی او کورنۍ ته سپارلی دی. نوموړي د جولای پر ۲۸مه تر خوشې کېدو وروسته خبریالانو ته وویل، تښتوونکو دی د ګاډي په ډیګۍ کې اچولی وو چې د طالبانو حکومتي سرتېرو د ګاډي تالاشۍ پر مهال وموند او خوشې یې کړ. غورځنګ د جولای پر ۲۵مه په جلال اباد کې خپل کلېنېک ته پر لاره وو چې وسلوالو وتښتاوه او بیا یې له کورنۍ ۷۰۰،۰۰۰ ډالر تاوان غوښت. طالب چارواکي وايي، د پېښې په تړاو یې څلور تنه تښتولي دي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта