Добавить новость

د تاجکستان پوله ساتو سږ کال له افغان قاچاق وړونکو سره لس ځله جګړه کړې

د تاجکستان چارواکي وایي، د ۲۰۲۵ کال په شپږو میاشتو کې یې امنیتي ځواکونو له افغانستان سره پر پوله له وسله والو قاچاق کوونکو سره لس ځله جګړه کړې ده. انټرفاکس د تاجکستان د نشه یي موادو د کنټرول ادارې د مشر ظفر صمد په حواله پرون سه شنبه ( د زمري په ۷مه) دغه راپور ورکړی دی. خبر کې راغلي چې د دغو جګړو پر مهال څلور تنه افغان قاچاق کوونکي وژل شوي او دغه راز تاجکستاني سرتیرو ۱۶۹۲ کیلو ګرامه نشه یي مواد نیول شوي دي. د تاجکستان چارواکو ادعا کړې چې افغانستان کې د نشه یي موادو کرکیله زیاته شوې او د مصنوعي او نورو نشه یي موادو لابراتوارونه فعالیت په کې لري.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта