د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي
د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دې ورستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.
دوی یې لاملونه، د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او ترافیکي مقراراتو ته نه پاملرنه ګني.
د خوست ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالی اوسېدونکی رووف شاه دی چې وایي شاوخوا شپږ ورځې مخکې (د جولای په ۲۳مه) د دوی په سیمه کې یوې ترافیکې پېښې یو اتلس کلن ځوان مړ او شپږ ماشومان ټپیان شول.
ده ازادي راډیو ته وړاندې زیاته کړه،
"دا پېښه د مازدیګر او ماښام تر منځ، د دوو موټر د تېز تګ او یو بل سره د رقابت له...