جماعت اسلامي د امنیت او ورکو بلوڅانو خوشې کولو لپاره د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړی دی
د جماعت اسلامي سیاستوالانو او پلویانو د امنیت، له افغانستان او ایران سره د ازاد تجارت او د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو غوښتنو پوره کېدو لپاره د بلوچستان له مرکز کوټې څخه د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړی دی.په کوټه کې د جماعت اسلامي ګوند صوبايي ویاند ولي شاکر د جولای پر ۲۵مه د "حق دو یا حق راکړئ" په نوم لاریون تر پیلولو وروسته مشال راډیو ته وویل، احتجاجیان به په څلورو ورځو کې اسلام اباد ته ورسي.
ده وویل، لاریونوال په "لورالايي (بوري)، کلا سیف الله، مسلم باغ او نورو سیمو کې" جلسې کوي، بیا له پنجابه تېرېږي او اسلام اباد ته ځي.