د امریکا او اسراییل مشران وايي، حماس د اوربند پر موافقې خبرو ته لېوالتیا نه لري
د امریکا ولسمشر او د اسراییل صدراعظم وايي چې د غزې د اوربند د موافقې په اړه په خبرو کې د نه پرمختګ یادونه کوي او وایي چې د حماس ډله له دې توافق سره هېڅ دلچسپي نه لري.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې د غزې کابو په درو کې یوه برخه خلک له څو ورځو راهیسې هېڅ خواړه نه لري.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ (د زمري ۳مه) خبریالانو ته وویل:
«حماس واقعاً علاقه نه درلوده چې موافقه وشي. داسې ښکاري چې هغوی مرګ غواړي، او دا واقعاً ډېر بد وضعیت دی.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه...