یوناما: له ایرانه د افغان کډوالو جبري ایستلو افغانستان له نوي بېړني حالت سره مخ کړی
په داسې حال کې چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ په تېزۍ روانه ده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، دغه هېواد له دې امله له یو نوي بېړني حالت سره مخ کېدونکی دی.