ملګري ملتونه: کابل کې د طالبانو لهخوا د ښځو نیول د دوی د سیستماتیک پالیسیو یوه برخه ده
د کابل په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو په اړه د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي دا کړنې د ښځو د ځپلو لپاره د طالبانو د سیستماتیکو پالیسیو یوه برخه بللې ده، وېلي یې دي چې دغه وضعیت د افغانانو په منځ کې د وېرې او ناامنۍ څپه رامنځته کړې ده.
رېچارډ بېینټ پرون د جولای ۲۱مه په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په یوه بیان کې په دې اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د "حجاب"...