اسراییل په یمن کې پر حوثیانو او الحدیده بندر بریدونه وکړل
د اسراییل پوځ د دوشنبې په غرمه (د چنګاښ ۳۰مه) اعلان وکړ چې د یمن پر الحدیده بندر او د ایران پلوه حوثي یاغیانو پر اهدافو یې هوايي بریدونه کړي او «د ترهګرو حوثیانو نظامي زېربناوې یې له منځه وړي دي».
د اسراییلي پوځ په بیان کې راغلي چې په دې بریدونو کې هغه انجینري وسایل هم له منځه وړل شوي چې د بندر د زېربناوو د بیا رغولو لپاره کارېدول، د سونتوکو ګدامونه او هغه کښتۍ چې «د نظامي عملیاتو او د اسراییل پر ضد د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کېده».
پوځ زیاته کړې چې الحدیده هغه بندر دی چې له ایرانه وسلې ور انتقالېږي...