میا افتخار حسین وايي حکومت په پښتنو سیمو کې امن ته ژمن نه دی د عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین وايي، د هغوی ګوند د خپل یو مخکښ مشر مولانا خانزېب له وژل کېدو وروسته، د جولای پر ۲۶مه یوه جرګه په پام کې نیولې ده چې ورکې به په خیبر پښتونخوا صوبه کې د امنیت په اړه مهمې پرېکړې کېږي. نوموړي د جولای پر ۱۶مه په یوه ځانګړې مرکه کې مشال راډیو ته وویل، د عوامي نیشنل ګوند مشران وخت په وخت په نښه کېږي او ریاست خاموشه دی. هغه وايي، ریاست دې یا وژونکي ونیسي او یا دې هم ځان پړ وبولي. بل پلو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو وخت په وخت ویلي دي چې د ولسي خلکو ترڅنګ د سیاستوالو او قامي مشرانو ساتنې ته ژمن دي. Читать полностью...
Вскрылись жуткие подробности смерти 24-летней звезды «Дома-2»: несколько дней мертвая пролежала в квартире
На фоне массовой раздачи паспортов России таджикам очередного русского лишают гражданства и отправляют на судилище в Таджикистан
В гостях у Глюкозы: роскошная квартира певицы в центре Москвы — экскурсия по стильному и уютному интерьеру