د سوریې په سویدا کې بیا نښتې پیل شوي دي
سره له دې چې د سوریې په دې جنوب لوېدیځه سیمه کې تر څلور ورځنیو نښتو وروسته، چې نژدې ۶۰۰ تنه پکې وژل شوي، اوربند اعلان شوی و، له سیمې ورکړل شوي راپورونه د دروزي جنګیالیو او بدویانو ترمنځ د نښتو د بیا پیلېدو پخلی کوي.
انادولو خبري آژانس، الجزیرې، او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چنګاښ په ۲۷مه، جمعه راپور ورکړ چې د سوېدا په سیمه کې ټینګ شوی اوربند د پنجشنبې په ماښام مات شو او یو ځل بیا نښتې پیل شوې.
د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، چې خبریالان یې په سوریه کې حضور لري، د سني بدویانو د بېلابېلو قبیلو سلګونه...