ثمر هارون بلور: له خپل ملک سره د مینې اظهار ګناه نه ده
ثمر هارون بلور، چې روانه میاشت یې عوامي نیشنل ګوند پرېښود او په مسلم لیګ (ن) کې شامله شوه، وايي، په حادثاتي ډول یې انتخاباتي سیاست ته مخه کړه. نوموړې د جولای پر ۱۷مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له خپل ملک سره د مینې اظهار ګناه نه ده. نوموړې وايي، د عوامي نیشنل ګوند له سیاستوالانو او غړو سره د "احترام رشته" لري خو زیاتوي، خپله سیاسي نظریه لري او د هم هغې له مخې سیاست کول غواړي. د بلور مېړه هارون بلور د عوامي نیشنل ګوند یو مشر وو چې د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۱۰مه په پېښور کې د انتخاباتي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ووژل شو.