ملاله فنډ: نړیواله ټولنه دې ایران د افغانانو جبري اخراج درولو ته اړ کړي
د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ د جولای پر ۱۶مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي، تهران، چې غواړي شاوخوا څلور مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي، په تېرو اونیو کې سلګونه زره کسان له خپلې خاورې ایستلي دي.