د امریکا دوو استخباراتي سرچینو د اسراییل په بریدونو کې د پزشکیان د ټپي کېدا تایید کړې
د امریکا د متحدوایالتونو«دوو استخباراتي سرچینو» تایید کړې چې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې د ایران د ولسمشر، مسعود پزشکیان، د ټپي کېدو خبرونه رښتیا دي.
د امریکا CBS شبکې د پنجشنبې په ماښام (۲۶ چنګاښ/سرطان) راپور ورکړ چې دوو امریکایي استخباراتي چارواکو ورته ویلي، د ایران د رسنیو راپورونه چې پزشکیان د اسراییل د بمبارۍ له امله ټپي شوی، حقیقت لري.
د فارس او ایرنا دولتي خبري اژانسونو روانه اوونۍ راپور ورکړ چې دا پېښه د ایران او اسرائیل ترمنځ د جګړې په څلورمه ورځ (دوشنبه ۲۶ جوزا) رامنځته شوې. دوی ویلي،...