Добавить новость

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۵۳ تنه له داعش سره د تړاو په شک نیولي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۵۳ کسان یې له داعش ډلې سره د احتمالي تړاو په تور نیولي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا، نن جمعه (۲۷ سرطان) په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې دا کسان د عملیاتو په ترڅ کې د ازمیر او موغلا، هاتای او ماردین، او سامسون په شمول د ترکیې په ۲۸ ولایتونو کې نیول شوي دي. ده زیاته کړې چې دا کسان د یوې ترهګرې ډلې په ګټه د مالي مرستو او تبلیغاتو په تور نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دغه عملیات د ترکیې د استخباراتي ادارو په همغږۍ او د یو شمېر بهرنیو ادارو په همکارۍ شوي دي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта